لکه دا ټول وطن چي تللی وي، یو زه پاته یم
داسي یواځي اشنا! ستا په بېلتانه پاته یم
ته خو پوهېږې د شاعرد حساسوالي په رنځ
د عاطفې په اثر ټول؛ اوبه، اوبه پاته یم
لکه رویا په بېخودۍ ولاړه، د وصل شېبه
دردونه پاته سول، دغم پرځنګانه پاته یم
ستا د نظر پروازمي ذهن ته وزر ورکول
ستا له فراقه به، په دام کي بند مارغه پاته یم
ما، فلسفې د کایناتو او فطرت پوښتلې
خو اوس پوښتمه،چي یواځي سوم نوڅه پاته یم؟
د ډېر ګران دوست، عالم انسان، ډاکټر داود اعظمي سره تر خدای پاماني وروسته.
۰۳:۴۹
۲۲/۰۱/۱۳۹۰
کابل