کندهار:
بيا خمار زخمي زخمي دي بياکوثر په وينو رنګ دي
بيا ماښام لمبه لمبه سوبيا سحر په وينو رنګ دي
چي هوا ته پرواز وکړي دغليم غشي پرې نښلي
زما دسولي مرغه پروت دخپل وزر په وينو رنګ دي
نه هوس دهمزولانو نه ګودر دسپينو شګو
اوس دپيغلو منګي مات دي ماځيګر په وينو رنګ دي
بيګانه رقابت نه دي دخپل جنس دمرګ لپاره
يو بشر بل بشر وژني او بشر په وينو رنګ دي
د خوښۍ او د مستۍ په هيله درغلم مغان ته
ساقي خم دي نور چپه کړه ستا ساغر په وينو رنګ دي
د منظر عکس مي وا خيست پر هر لو وه وينه وينه
د منظر له وينو وينو زما نظر په وينو رنګ دي
لږ حنا خو به ښکلا وه د لاسو او پښو لپاره
اوس واده او خوشحالي ټوله اختر په وينو رنګ دي
په ژړا مي سترګي روڼي او تر پايه ساندي اورم
له آغازه تر انجامه ټول سفر په وينو رنګ دي
د سرو وينو سمندر کي ستوري يو يو اوس ډوبيږي
سپوږمۍ وينو کي غو ټه سوه ځلاند لمر په وينو رنګ دي
رقيب راغلي او د دوو ورونو تر ما بين يي خنجر کيښود
هغه ورونه په جګړه هغه خنجر په وينو رنګ دي
د منظر عکس مي واخيست د سرو وينو له ميانه
زما زړګۍ پرهار پرهار دي هر پر هر په وينو رنګ دي