ځمه خپل کوهک ته ارغنداب رود تـــــه دریږمه
خپل دوستان به وینم دغره سرته پورته کیــــږمه
موږ به ټول همزولی د با با ولی میــلو ته ځــــــو
موږ به د تابـــن اومنارو ښکــلی باغـــوتــه ځـــو
بیـابه د میرویس اواحمـــدشاه یـــــاد تـه ژړیږمه
لږ به نــــنداره زه دخپـل کـــور اودباغچو وکړم
بیــــــا به زه سیــلونه دګــــلانو او باغـــو وکړم
ګورم به کښتوته هری خــوا تــه به ځیــر کیږمه
زه به را پیاد دماشـوم تـــوب ټوله وختونه کړم
زه به را په زړه هغه دمــــوراوپلارنازونه کړم
ځــــم به باغ شاه ته په ولو کی به لمـــبیږمه
بیا به یو چـــکرزه دفصلوخـــواتـــه تیریــــږمه
بیا به په غــــونډۍ کی دانځردرختی ته خیژمه
هلته به زه ډیر دخپل با با ژوند ته ځوریږمـــه
زه به په خپل کورکی مجلسونه او قصی وکړم
زه به حکا یت زمو ږدکوټې او د باغچې وکړم
اوس هم هره ورځ زه ډیر د دوی فکر ته لویږمه
بیا به هغه ځای ګورم چی موږ به توپ لنډه کول
بیا پر هغه ځای کښینم چی موږ پټ پوټانه کول
اوس هم اما نزی خپل دکوهک ژوند ته کړیږمــــه
ناروی ۰۷ ـ۰۳ـ ۲۰۱۱