چي د دنيا په جاه مغروره نسې
دغه نيمګرۍ ژوند وفا نلري
داد څو وروځو او څوشپو پنا ګاه
فاني دوران دي هيڅ بقا نلري
د يوې شيبې ژوند او ارام لپاره
دا ناپايانه تلاښونه څه دي
داد حباب ترکږدۍ لاندي خندا
ناز ونخرې او ميکزونه څه دي
د بهار غيږ کي دخزان پر لوري
يو خوله خندا او هوسونه څه دي
عمر تيريږي په يو رپ دسترګو
دا هنګامه نن ده سبا نلري
رانړولي دي طوفان دزمان
د سکندر او د سليمان تختونه
د زمانې ورقو واړوله
د افلاطون او د لقمان وختونه
ولاړه په کډه د وختو پر اوږو
داکبر خان او شاجهان بختونه
دغه بې نيازه او خود رايه اجل
د چا دبخت او تخت پروا نلري
د قدرت دغه مقدري څپې
څوک ويښوي څوک بيدوي په نفس
يا د هستۍ او دنيستۍ تر ما بين
دا نرۍ مزۍ نښلوي په نفس
ياره!عرفانه د بقا پر لوري
د فنا دور چلوي په نفس
دغه د دوو ورځو خندا او هوس
د مرګ لپاره څه معنا نلري