زه د آريا پر لمن
لكه يو غر پروت يم
تاريخ شاهد لرمه
په لر و بر پروت يم
د خپل اولس له لاسه
سر په بستر پروت يم
نفاق وهلى يم
در په در پروت يم
ما استقلال درلودى
ما ارزښتونه لرل
ما ښې چوڼۍ لرلې
ما ښه فوځونه لرل
ما خزانې لرلې
ما سېلابونه لرل
ما نه هر څوك وېرېدل
ما سرحدونه لرل
و ما ته ډېر راغلي
جنګي فوځونه سو مات
چي زې پر سر وهلم
هغه لاسونه سو مات
د چا دى سر مات سوى
د چا اورمېږونه سو مات
د چا پښې لوڅي سوې
د چا لاسونه سو مات
دلته مغل مات سوى
دلته چنګېز مات سوى
دلته ګورګين مات سوى
دلته انګرېز مات سوى
دلته روس مات سوى
دلته پروېز مات سوى
دلته د هر تېري ګر
د زور ټغېر مات سوى
زې په څو كرته
در څخه چور كړم دغو
زې د جنګ په لمبو
كي سور تنور كړم دغو
ستاسو په وينو باندي يې
څو واره سور كړم دغو
زې ځورولى يمه
زې په ضرور كړم دغو
تاسي هغو لره بيا
لاس د ورورۍ وركوئ
تاسي ميډال وركوئ
بهادرۍ وركوئ
چاړه قاتل ته په لاس
زما مرۍ وركوئ
لا خو اډې وركوئ
لا خو چوڼۍ وركوئ
زابل
د محيب رحمتي رالېږنه