ای د وختونو ناروا کی ورکې
ای د دردونو په سودا کی ورکې
ستړي ستومانه دی سلګي نه غواړم
ای د جنګونو په غوغا کی ورکې
تا زه خاټول او یا نرګس وبولم
ای د ګلونو په ښکلا کې ورکې
څړیکئ د زړه دئ زمانې ژړوي
ای د ځګیرویو په سبا کی ورکې
ای د افغان موری ای ښځئ واوره
ای په ډڼډوڼو د ژړا کئ ورکې
ته لکه لمر ته لکه سپينه سپوږمې
اۍ د باران سره بريښنا کې ورکې
ستا د باتورو هیلو غږ لوړوم
اې د سهار په واویلا کې ورکې
د انصاف تله ستا نصیب ته ماته
ای،د ضلمونو په دنیا کی ورکې
تاته پیغام لرم ناهیلي نه شې
اۍ، په نادودو ناروا کې ورکې