پوهــــه ښــــــه ده په ژوندون کی تربیه ورسره شرط ده
علـم ښه دی په ازمـــون کی تجربه ورسره شـــــــرط ده
تعلیم ستا په درد به وخوری که هر ځای دی سراوکاروی
نا پوهی توره بلا ده مفــــــکوره ورســــره شــــــــرط ده
ستر ګی خلاصی کړه نړی ته یا پر هر لوری چی درومی
زده کړه ستا په درد به وخوری اند یشه ورسره شــرط ده
په یوه مطلب ځان پوه کړه که د ژوند انډ یوا ل غـــــواړې
د کتا ب ا شنا ئی و کړه مطا لعـــه ورســـــــــره شرط د ه
تا ته ټینګ عزم پکار دی تصمیم شرط د بــــــــریتوب دی
یو تلاښ پر هد ف وکړه عـــــقیــد ه ورسره شـــــــرط د ه
دژوند ون منزل ډیر اوږد دی په یوکار با یــد اختــــه سی
زده کړه تا منزل ته بیایی لږ پوهـــــه ورسره شــــــرط ده
د ژوندون په اوږد پړاو کی که واصل لږ په تعـلیم سی
پرهر لاری ځه بیغــــــمه مشــــوره ورسـره شــــرط د ه
پوهه لوی نعمت حساب کړه که یوڅوک لږ په تنـویر سی
اما نــزی یی طرفـــدار دی علا قــــه ورسره شـــــرط د ه
ناروی ۲۷ـ۰۱ ۲۰۱۱