دزینب بارکزۍ دیوې مهمي پوښتني جواب ـ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44042
دارالافتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-05-10


فتو ی نمبر(۱۳۶)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتية  :  زينبه بارکزۍ   .
ځائ  :  أفغانستان  / کندهار  / کابل دروازه  .

و محترم عاليقدر علامه محمد معين الدين أبوالفضل صاحب او د بينوا پاڼي مسئول قدرمند خالد هادي ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته  ، هيله کوم چي جوړ او روغ ياست  ، محترم مولانا صاحب ځما پوښتنه داده چي په دغه موجوده زمانه کښی موږ وینو چي يوه ښځه پر شريعت برابره وي نو دا ډول ښځه چی د عامو ښځو ومحفل ته ورسي کومي چي د شرعي مقرراتو خيال نه وي ورسره نو دغه ټولی ښځی په دغه متدينه ښځه باندی پسخند وهي ، پر ځاي ددې چي ښځي به له دې څخه شرميدلای ( ځکه چي په ناروا لباس او شکل کښي وي ) دغه متدينه ښځه پدوۍ کښي ذليله او خواره ښکاره سي  .
دارنګه مثلا به نارينه کښي چي يو چا سنت یا واجب ږيره پرې ايښي وي نو دا ډول سړی چي و أکثرو محفلو ته ورسي نو د ږيري په وجه په سپکه ورته کتل کيږي  .
تر دې به يو څه پورته ولاړه سم  : کوم خلګ چي ددين کار کوي ، په دين يې خوا بديږي او ددين د دښمنانو په مقابل کښي په ټينګه ولاړ وي نو دا ډول خلګ موږ وينو چي په مسلمان هیواد کښي ، د مسلمانانو به کلي او کور کښي پټ ګرځي  ،  نو ايا د اسلام پيغمبر چيري هم داسي پيشګويي کړېده چي ځما پر أمت به دغه ډول حال هم راسي  ؟
هيله کوم چي په جواب سره مو ممنون وګرځوۍ  .
 

الجواب وهوالموفق للصواب ـ

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین 
محترمي خوري ! ډيره تر حد زياته قيمتي پوښتنه دي کړېده ، د مسلماني ښځي له خولې او قلم څخه دغه ډول له حکمت او دقت څخه ډکي خبري بايد هميشه صادريږي  .
ستا د پوښتني و جواب ته راځم  :  داسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) د قيامت تر ورځي پوري چي کوم تحولات په مسلمانانو کښي راځي نو د هغه پيشګويي يې په اشاره يا په تصريح سره کړېده ،  له مختلفو أصحابو څخه دا روايت راغلئ دئ چي نبي (صلی الله عليه وسلم) يو وخت ولاړ سو او و موږ ته يې بيان شروع کړ ، او د قيامت تر ورځي پوري چي کومي فتنه أنګيزه ډلي په مسلمانانو کښي پيدا کيږي د هغوۍ او د هغو قائدينو او مشرانو بيان يې وموږ ته وکړ  .
کوم څه چي تا ذکر کړيدي بالخصوص له هغه څخه د اسلام پيغمبر پدې ډول پيشګويي کړېده  :
أبوشعيبِ حراني په فوائد خپل کښي پخپل سند سره ذکر کړيدي چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي  :
(سیظهرشرارأمتي علی خیارهم حتی یستخفي فیهم المؤمن کمایستخفي فیکم المنافق الیوم » .
يعني ژرده چي غالبه به سي شرير خلګ د أمت ځما پر غورو او نيکانو خلګو ددوۍ ، تر داسي حده چي پوټيږي به په تاسي کښي ايمانداره سړئ لکه چي پوټيږي په تاسي کښي منافق نن ورځ  .
توضيح ددغه مبارک حديث داده چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي چي داسي وخت به ځما پر أمتيانو باندي راسي چي پدوۍ کښي چي کوم ناروا ، شرپسنده ، فاسق او فاجر خلګ وي نو هغو ته به قدرت او قوت حاصل سي ، او غلبه به وکړي پر هغو خلګو باندي چي هغه به ځما په اسمت کښي نيکان او غوره خلګ وي  ،  او حال د أمت ځما به تر داسي حده پوري ورسيږي چي کوم څوک چي په دوۍ کښي مؤمن وي ، دايمان په مقتضی عمل کوي او د ناروا او بدو خلګو مخالف وي نو هغه به پدې وجه چي دَئ ايمانداره دئ او د بې ايمانه او د بدو خلګو مُخالف دئ په تاسي کښي ځان نسي ښکاره کولاۍ پټ به ګرځي ،  لکه نن ورځ چي منافقان په تاسي کښي پټ ګرځي او خپل منافقت نسي ښکاره کولاۍ  .

همدارنګه په يوه بل حديث کښي چي ديلمي يې په مسند الفردوس کښي په موصول سند سره له جابر (رضي الله عنه) څخه روايت کړئ دئ داسي راغلي دي چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي  : «يأتي علی الناس زمانٌ يَسْتخفي المؤمن فيهم کما يستخفي المنافق فيکم اليوم» .
يعني رابه سي پر خلګو باندي داسي زمانه چي پوټيږي به ايمانداره سړئ پدوۍ کښي (يعني د ظالمو او شريرو انسانانو د ويري له وجي) لکه چي پټيږي منافق په تاسي کښي (يعني له تاسي څخه) نن ورځ ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ