حســــــــــا د ت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44168
محمد اسحق اما نزی
دخبریدو نیټه : 2011-05-15

ټــــولی چا ری دی ویــــــجاړی  ابتکا ر په کار کی نسته
کارد اهل کار  نه ورک دی  وفــــــا دارپه کار  کی نسته

اداره ډ یره کمزوری جوړه خویښ او خویښ خـوری ده
دوطـــــــن پروا یی نستـــــه دخپــــل خویښ مقـر ری ده

هــــره ورځ نـــوی غـــمونه  قــــا فــــلی دشــــــهیـــدانو
د ولس غــــمخور ورک سوی لـــــوی بهانی وی د ټګانو

ساختګی دا د ا و فــــریا د وی پـــــه خبرو غمخوری ده
عقل هـــوش ټـــوله مصروف وی دپرد یو مـزد وری ده

یو هــــدف پکښی څرګند دی چی پیسی څنګه پیـدا کـړی
تر ابرو به خپل ور تیر وی چی ډالر څنګه په خـوا کړی

دوه غوږونه دوه مــقـــصده یو یی پڅ بــــل ډیـرفعال دی
که فا یده په کار کی نه وی سترګی پټی ډ یــر جنجال دی

هرګړی چیغی بغــــاری چی د کــــار دلاســـه مـــــړ سو
اهل کار ورســــره نسته په خپل ټـــــوله وسه پــــــړ  سو

که د کـــــار سړی پیـــــــدا سی جــــوړی غټی بهانی سی
مشکلا ت  ورته قطار کړی ورته جوړی کجـــــــاوی سی

کار پوه ښوی له ځانه تیر کړی جما دار ورسره ښه کـړی
منتظر دی سی پیغام ته که بــادار  ورسره ښه کـــــــــړی

حسا د ت پر عا لـــما نو بخیلی پر کـــار پوهــــــــــــــا نو
تجــربه  په کارکی نستـــــه نیت بـــدی پر کـــار ګـــرانـــو

شاوخوا پر چا را ټـــــول وی چا پــــلوسان غوړه مالان ډیر
توصیـــفونه دی چی کیږی پر ماحول تکړه ځـــــوانان ډ یر

په هر کنج کی شیرین بــــحث وی د ډالر خـــــوږی خبری
د ولس چــرتونه ورک دی دکـــا رګر ګیـــــلی مضـــــــری

پاک سبحان دی هــــــدایت کړی یا هوښیار سی په خپل فکر
امانـــــــزی ورته دعا کــــــړی یا بیــــــدار سی په خپل ذکر

ناروی ۲۰ـ۰۹ ۲۰۱۰