غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44221
ډاکټر روح الله (عرفان)
دخبریدو نیټه : 2011-05-18

زما په زړه کي ستا دميني شرر اور واخيستۍ
له دغه اوره مي اوس ټوله  ځګر اور واخيستۍ

پر ولويدلې ستا د خولې د انعکاس سکروټي
زما په لاس کي د شرابو ساغر اور واخيستۍ

په يو جرعه ئي د نړي خمار راوهڅاوه
ساغر سرشار سو له مستيه کوثر اور واخيستۍ

چي ښکلى مخ دي له نقابه راښکاره کى شهلا
ستا په نظر دښکلو مخو منظر اور واخيستۍ

نه پروانه يم نه د چا اتشکدې ته عابد
دا ستا لپاره مي جانانه پر سر اور واخيستۍ

پر اننګو چي دي خولو کړه مرغلين لاړونه
شبنم د ګلو په بستر کي سحر اور واخيستۍ

چي د(عرفان) ډيوه مي ور وړه تر محرابه پوري
هلته مکار زاهد پر سر د منبر اور واخيستۍ

‏  SAVERA   HOTEL /Chennai 14‏/4‏0/2011