زړه رانه ورک دى، که له زړه ورک يم
له مانه ته، له تانه زه ورک يم
جنډه مې باد شمله مې باد وړې ده
غريب پښتون يم، په کاله ورک يم
دژوند د للمې ځمکې ډکى يمه
اسمانه ستا له بارانه ورک يم
نه هغه پاتې، نه زه پاتې يمه
لکه د سترګو نه باڼه ورک يم
يار لېونى به لېونى ګرځي
زه يې تڼۍ له ګرېوانه ورک يم
ګهيځه نن يې راکاته داسې
لکه چې دا ځل ترېنه ښه ورک يم.