دزړه دردونو كي مي ته اوسيږي
سوي اهونو كي مي ته اوسيږي
تنها تنها په صحراګانو ګرځم
اوهم فكرونو كي مي ته اوسيږي
دزړه درزا مي لازياتيږي اشنا
دخولي لفظونو كي مي ته اوسيږي
اخربه مړشمه جوړيږم هيڅ نه
په پرهرونوكي مي ته اوسيږي
اوښكي مي څاڅي ژړاګاني كوم
دمخ رودونو كي مي ته اوسيږي
اخربه راشي خو شيرزاد به نه وي
وران محلونو كي مي ته اوسيږي