ستا تر گلاب زخمونو جار سم گيله من شهيده
دا ستا تر پټو سترگو جار سم د هلمند شهيده
ستا تر ناني ناني لاسونو او پاپيو جار سم
ستا تر ټکر ټکر کالو څيري ټټر دي جار سم
ستا د بابا سوی انگړ که يې گلبڼ وژاړم؟
که دي د بوري مور زخمي زخمي کوگل وژاړم؟
دا بېله تا به مي سبا او سباؤن څه شي وي؟
پرته له تا به مي دزړه قرار سکون څه شي وي؟
ما خو دا ستا لپاره سل ډوله خوبونه ليدل
ستا په ځوانۍ کي مي ښايسته ښايسته وختونه ليدل
زما د سپېره کلي ښکلا خو بس دا ته وې گله
زما د زخمي زړگي قرار خو بس دا ته وې گله
زه په ډالرو او یورو پسي چي ورک يم گرانه
دا ستا د پلار په غم کي پړن او ملامت يم گرانه
زه درانی يمه خلجی یم پنجشېری یمه زه
زه هزاره زه کندهاری او ننگرهاری يمه زه
زه کمونست يم اخوانی يم پرچمی يمه زه
زه يم خلقی جميعتی او ستمی يمه زه
توپکسالار يم مجاهد يم شاه شجاع يمه زه
د بل مزدور د بل غلام خو ستا کاکا يمه زه
ماته تر هغه وخته بخښه شفاعت مه کوه
تر کومه وخته چي زه هغه يم چي اوس يمه زه
ستا تر گلاب زخمونو جار سم گيله من شهيده
دا ستا تر پټو سترگو جار سم د هلمند شهيده
المان
د ١٣٩٠ لمريز کال د غبرګولي ٨