کله پسرلی کله خزان وي دا شان د دې جهان
کـــله شیـــن وي کــــله ژړ دارنګ د دې جهان
ټوله وي دوه رنګـــه کـــه رعنا وي کـــه زېبـــا
اوبــو غـــوندي بهیږي هال نه ښکاري دجهان
چالاکه سړی غواړي چي دوه رنګه کړي جلا
ماغوندي وي پاته هکپک حیران په دې جهان
ددې نړۍ په کار کي ملا تـــړلـــــــی ســـه دلبــــره
کــــه نـــه اوبـــه دي وړي په بل کوټ د دې جهان
کــــارونـــه کـــــوه ســـم هــــــم وســــه مـــلا تـــړلـــی
پـــه چــــلول کي ګټه نسته پام کوه په دې جهان
ســــمه لاره ســـیخه لاره ســـودمنه وي هـــم ډېــره
آزمویني ده ښوولې ددې ارزښت په دې جهان