زه دسولې په منګول کې جرګۍ وړمه مرچلوته
دوطن دميندودهيلي ځولۍ وړمه سنګرو ته
چې داوښکوسيلابونه ګرايونونه لامده نه کړي
دادجنګ بدرنګ وختو نه سلګۍ وړمه پښتنوته
****
سره يو شئ سره يو شئ دا شپې نوې سحر غواړي
مرورچې راپخلا کړي دخوښۍ مازديګر غواړي
دادغم ساعتونه ورک کړئ دوطن ماشومان ژړاي
دنفاق تورسنګرونه سپين دسولې کوتر غواړي
****
اوردخپل دکوره باسي تاته وايي راشه ننګ دی
ولې ويښ نه شوې پښتونه تپل شوې په تاجنګ دی
بيګناه قتلونه ډيرشول تجاوزستاپه فرهنګ دی
سوله خپله کړه پښتونه سوله ستادژوندون رنګ دی
****
دا پردي لاسونه لنډ کړئ دا نيرنګ د زمانه ده
ستاکوډل ورانول ګوره بدل رنګ دافسانهده
سوله خپله کړه پښتونه چې ښکلا ددژوندانه ده
ټغرټوله نوردجنګ کړه داستا ښکلې اشيانه ده
****
تنکی ځوان زمونږ معيوب شو هغه نلري لاسونه
تنکې پيغلهموړندهشوه ورنه ورکه اميدونه
دپښتون کور لمبه کيږيدغليم په لمسونونه
دحفيظ زړه کې بل اورده کړي دسولې اوازونه