يـاران مـې پرېـږدي غـم کې غم شېبو کې شي روان
مــرغان لکـــه لـــۀ بڼ لمــر پــرېوتـو کـې شــي روان
کــه داسې ستــا لـۀ غم تـل په ژړا،ژړا زړګـى وي
اخېـر بـه دا ګل هم بـــاران اوبــو کــې شــي روان
کېږدۍ راوړي دېــــره راتـه پـــه زړۀ وي ټولــه شپــه
يـادونــه کـوچيانــي يــــې پـه سپېـدوکـــې شـي روان
لوى قام د پښتانـۀ شــو داسې بــې لښکـــــرو لکــــه
څپانــد سين شي آرام اوبــې څپـو کـې شـي روان
په دې خاموشه قام کې داسې ډار مې زړګي واخيســت
يو ګوښـــى لاروَى لکـــه پـه غــرو کـــې شــي روان
جاوېده دا مـې هيڅکلـــه په خواخاطر کــې نــۀ وه
چې داسې ځـان ،ځـانـــي به پښتنو کــې شـــي روان