ايمان ،كار او نظم د پرمختللي ټولني زيري وركوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 4449
محمد انور" وليد
دخبریدو نیټه : 2005-11-23

ليكوونكي: محمد انور" وليد"
راليږونكي: عبدالبصير "مياخيل"
هر څومره چي د انساني ذهن له ودي سره سم د هغه پوهه ډيريږي ،همدومره د توحيد خواته ورلنډيږي. بشري ليد توګه هره ورځ د وربښلي خدايي علم او عقل له بركته نوي بابونه پرانيزي. د نړي مختلف موجودات لكه انساني خلقت ،خوځښتونه ،د سماوي اجرامو ډير خصوصيات ،د شنو بوټو او خزوو سرخسونو پيداښت اود ځناورو دغه اسرار آميزه ژوند ټول د يوه خداي پر موجوديت باندي دلالت كوي. له وړو ذره بيني اتومي ذراتو نيولي ،بيا آن تر لويو ستوريزو كړيو پوري ،دا هر څه هسي بي ګټي نه دي پيدا شوي. دغه ټوله هستي د يوي منظمي طرحي او ډيزان له مخي د دقيقي محاسبي او فورمول په كچه منځته راغلي چي د خلقت دغه لويه دستګاه يو طراح او مهندس لري ،داسي طراح او مهندس چي متمدني لويي هستي په نيستي او نيستي بيا د خپل اصالت د خوندي ساتلو او ودي له مخي په لويو پرمختللو متمدنو هستيو اړوي.
قرآن هم د فصلت په ۵۳ آيت كي وايي: يعني ډير زر بۀ د نړي په ګوټ ګوټ او د انسانانو په وجود كي نړيوالو ته خپلي نښي وښيو ،تر څو د خداي تعالي حقانيت په خپلو سترګو وويني ،كه لمريز نظام ته ځير شو ،وينو چي لمر په ريښتيا هم د ۹ ستورو مور ده چي هر يو يي د خپل ذاتي خصلت له مخي د خپلي فطري لمني په مداري څوكۍ له نورو نظامونو نه ځانته ورلنډ كړيدي. د مريخ او مشتري لويو كتلو ترمنځ ځني واړه ستوري هم شته چي هر يو يي پر خپل خپل مدار باندي چورلكونه خوري. پر دي سربيره د ۹ ستوريزه لمريز نظام په دننه كي ۳۲ مياشتي هم د الهي حكت له مخي ځاي پر ځاي شوي دي چي يوه يي پر ځمكه دوي يي پر مريخ ،دوولس يي پر مشتري ،لس يي پر زحل ،پنځه يي پر اورانوس او دوي نوري يي په نپتون پوري اړه لري. خو په شمسي منظمه كي ځيني لكۍ لرونكي ستوري هم شته ،چي د لمريز نظام دغه كورنۍ يو تر بله توپير سره لري چي د ځينو واټن يي د مور له تودي غيږي نه ډير دي. همدالامل دي چي د نورو په پرتله يي روښنايي لږه ده ،خو ځيني بيا ورلنډ ،خو لوي او واړه په كي شته. له دغو ستورو نه پخوانيو انسانانو هم ځيني پيژندل. خو ځيني نور بيا نه پيژني. د دغو ستورو وضعي او انتقالي حركتونه هم يو تر بله سره توپير لري. خو حركتونه يي منظم او پرته له څه خنډه پر خپل وخت او خپل مداركي ترسره كيږي. د دوي ځيني حركتونه د قطبيتو پر لور يوي او بلي خوا ته او ځيني نور يي بيا په خپل مداركي له لويديځ نه د ختيځ پر لور دوام مومي. سربيره پر وضعي او انتقالي خوځښتونو د شمسي منظمي ټلواله له نورو كهكشانونو سره جوخت يو بل حركت هم لري چي په ګډه يي د خپلي هستي كاروان روان ساتلي ،خو د لمريزي كورنۍ دغه بله ډيوه به د خپل زوال تر وخته همداسي بله پاتي وي او نه مري. كه د ستوريزونظامونو دغه حركات نه واي له يوي خوا به د پيدايښت ،ځوانيدو او زړيدو قابليت ته زيان ور پيښ شوي واي او بلخوا به د شپو ،ورځو ،مياشتو او كلونو پر شمير څوك نه پوهيدل او نه به موسمونه يو پر بل پسي راتلل. همداسي كه وړو اتومي ذراتو او حجراتو ته ځير شو او د (ډي ان اي) له مخي د هغوي خواص وڅيړو ،نو دا به راته جوته شي چي دغه حجري او سلولونه څومره له خپل ځان سره غني او ماړه پيدا شوي چي د بدن د ټولو ارادي او غير ارادي اعضاوو د جوړښت او پياوړتيا قابليت په كي دي او يو مكمل الاعضا موجود منځ ته تري راتلاي شي. په تيره بيا انساني هستي چي د تفكر ،انديښني ،بيان ،زده كړي ،ترحم او عاطفي قابليت هم په كي شته ،د علم او تعقل له مخي يي د ځانګړي او ټولنيز رسالت لاره هم خپله كړي. خو د قانون په رڼا كي د حقوق الله او حقوق العبادو ترمنځ د تعادل لاره د خپلي انساني وجيبي له مخي خپلول يي كړنلاره ،سياست او رسالت دي ،چي د اسلامي رسالت روح په كي (( لا اله الا الله)) ده ،ځكه د انسانيت دوني پورتني پاڼي او ښاخوته له لاندينيو ريښو سره مښلوي ،هغه ريښي چي د نيكبختۍ له امله يي پيل له ايمان نه شوي وي ،هغه ايمان چي انسان د غوښتنو له توپاني سمندر نه د امن د ساحل غاړي ته راباسي قرآن په يوه جمله كي د رعد سورت په ۲۸ تم آيت كي همدي ټكي ته اشاره كړي چي (( الا بذكر الله تطمن القلوب)) خو بيا همدغه قرآن انسان پر دي اروزلي چي (( ان اكرمكم عندالله اتفيكم)) د حجرات سورت ۱۳م آيت. دا چي ايمان د خدايي پر يادولو پياوړي كيږي او زړونو ته اطمينان وربښي ،خو بل لوري ته انسان د تقوا پر تله تلل كيږي. همداسي د انفال سورت په ۲۴تم آيت كي فرمايي (( يا ايها الذين امنوا استجيبو الله و للرسوال اذا دعا كم لما يحببكم)) يعني: اي ايمان والو د خداي او پيغمبر (ص) هغه دعوت ومني چي تاسي د ژوند بښلو له پاره وربولي.
د اسلام اصلي موخي ورورولي ،د پوهي د مقام تر لاسه كول ،زيار او زحمت او د كورنۍ جوړښت دي چي لكه د انسان د بدن سپين كرويات تل د ميكروبونو له متخاصمو لښكرو سره په نظارت او جګړه لګيا وي. وروري همداده چي په پټه او ښكاره د هغه له ټولو روا حقوقو دفاع وكړي. خو څارنه او نظارت ديته وايي چي تل مسلمان نيكيو ته راوبلل شي ،او له بديو ايسار شي ،تر څو د لمريز نظام د كورنۍ په شان ،روغه ،فعاله ،ژوندي ،خوندي ،هوسا او بسيا ټولنه منځ ته راشي. پوهه د انساني هستي د خوندي پاتي كيدو يو بل لامل دي چي خدايتعالي د فرضيت له مخي په تدريجي ډول فرض كړيده. د پيغمبر (ص) په خوله علم غوښتونكي د خداي دوستان دي ،انسان ته په كار ده چي د علم شتمني تر لاسه او زكات يي نورو ته د پوهي د ور انتقالولو له لاري وباسي. د تاريخي شهادت له مخي اسلام همدا كار كړي. كار او هڅه چي د خلقت او طبيعت له نواميسو ګڼل شوي ،او خداي تعالي د پرمختګ راز بللي ،حضرت علي كرم الله وجهه يي په اړه داسي ويلي: (( الزارعون كنوز الانام)) يعني بزګران د خلكو خزاني دي.
(( ان الله ليبغض العبد الفارغ)) په ريښتيا چي خدايتعالۍ له بيكاره بنده نه بيزاره دي ،ځكه كار خپله عبادت دي ،خو بل خوا اسلام په هيڅ شي كي افراط او تفريط نه مني ،اسلامي شريعت وايي په شوا روز كي څو ساعته كار وكړي ،او د ژوند له مادي او معنوي برخي ګټه واخلي استراحت وكړۍ ،كورنۍ نيمګړتياوي پوره كړي ،ديني او اسلامي احكام ياد كړي ،قرآن تلاوت كړي د يو بل ليدو او مرستو ته ور ودانګي ،واده او د كورنۍ تشكيل هم له طبيعي نواميسو دي چي آن وني او بوټي هم له خپلو همنوعو سره له واده كولو پرته د نسل توليد نه شي كولي. دا يوه ټولنيزه پايله ده ،چي له كورنۍ نه قومونه ،قبيلي او نړۍ جوړه شويده ،په واده كولو سره ګناهونه له منځه ځي او د غرايضو حيواني نوپانونه ورسره وركيږي.
بي ځايه دودونه رواجونه د جهالت نښي نښاني دي ،هر چا چي علم او ادب درلود او د تقوا له مخي خداي ته ور لنډ ؤ همغه ستاسي سيال دي ،نه چي ډير مال ،غټه كورنۍ او يا كوم منصب ولري. پيغمبر (ص) د تشريفاتو له چوكاټ نه د واده مراسم را ايستلي او هغه ډول طبقاتي نظام يي د ايمان او تقوا له مخي له منځه وړي دي ،موږ ته هم په كار ده چي د خپل پيغمبر پر پله پل كيږدو او د هغه د سيرت لاره خپله كړو ،تر څو د ځمكي پر مخ د پرمخ تللي ،انساني نظام جوړښت منځ ته راوړو.

کابل ،افغانستان