زه يې غندم زه يـې يــــــادومه پـــــه شـــــعــــرونو كـــــي
څو چي نښـــانې د بـې وفـــا پكــــي مــــو جـــــودي وي
سترګي كه نور هيڅ نه وي خو بيا هم خواخوږي ښيي
سترګي كه نور هيڅ نه وي ژړا پكي مــــــوجــــوده وي
تاسو كه يې هر څو كندهار نــــه ګـــڼــــئ مـــې ګـــڼــــــئ
زه خو يې ډېر قدر كړم چي دا پكــــي مــوجـــوده وي
نه تړم مړوند دا ستا د لاس په هـغـه ســره دســــمــــــال
څو چي ستا د سپيني خولې دعا پكي موجــــوده وي
غزل
كه يم اورې كـــــه يـــم دلـــــې خــلـګ خــــبــري كــــوي
نقيبه مه راځـه د شـپـــــې خـلـګ خـــبـري كـــــــــــــوي
تر باراني سترګو دي جار سم ګلي مه ژاړه نـــــــــــــور
سترګي دي توري كه ښايستې خلګ خـبــري كـــوي
ستا په باڼو كي چي مي زړه له ډيره وخت بــنـــد دئ
زما د ژوند پر فلــسفــې خــلــګ خــــــبـــري كـــــــــوي
ستا په راتګ خوشاله كېږم خو ډېر، ډېر مه راځـــــه
ګوره رسوا بـــه ســــو وړې خـــلـګ خـبـــــري كــــــــوي
د لاس په دښته كي يې نن اوښكو بيا ډنډ جوړ كـړى
خو لا يې سترګي نه دي سرې خلګ خـبـــــري كـــــوي
ستا د ځوانۍ نه ځار درتللو ته دي بيا نه درځــــــــــم
زما د زړه د كـور ډېــــــوې خـــلــګ خـــــبــري كــــــوي
غزل
وايمه تاكړم له نظره نــور بـــــه نــــه درځــــمـــــــــــه
زما ګلاب ،ګلاب دلبره نور به نه درځــــــــمــــــــــه
ستا په ليدو مي ژوند د مرګ سره ډغري وهــــي
ته خو يې ښه په ما خبره نور بـــه نـه درځـــــــــمـــه
زما په ليدو دي زړګى ولي وارخطا غوندي سي
ستا زړه سمدم لكه كوتره نور بـــه نــــه درځــــــمه
زما او ستا په يارانې حتا كوچنى هـم خــــبــــــر
وړه خبره سـوه بـبـــره نـــــــور بــــه نــــه درځـــــــــمــه
نن خو يې بيا د خپل زړګي پر پاڼــه دا ولـيــــكل
زه يم له تا نه مروره نور بـــــــه نــــه درځــــــــــمـــــــه
غزل
ستا د ږغ څــپــه ، څــپــه ، څپــــــه نـــــــــه ده
شــعـــر كي مي راپــــاتـــه ائـيــنــــه نـــــــــه ده
مــا بــه يـې پـــر ســر خــونــونــه كــــــړي واى
ښــــه ده چـــــي وړه ، وړه ، وړه نـــــــــــــــــه ده
اوس لا د ګرانښت څو ټكي پــــاتـــــــــــه دي
اوس مي لا په هر رګ كي خـوره نـــــــــــــه ده
سترګي دي ژوند نه اخلي مرګ اخلي اوس
ډېر الله پر زړه باندي دي شـــپـــــــــه نــــــه ده
دغه ياغي خـلـګـو بـــــــه مــنــــــــلاى نـــــــــــه
ښــه دى چــــي پــــــه زوره ســــجــده نـــــــه ده
خيال ويل نقــيبــه مـــا پــــرې وپـــاشــــــــــــــه
هسې سترګي پـــټــــــي دي ويــــده نـــــــــه ده
غزل
كـــــه ژاړمـــــه كـــه نـــه ژاړم خـــــو تــــه مــــــــي ژړوې
د سترګو په جماعت كي پـــر لمـــانــځــه مـــي ژړوې
د كوم يوه مخ ونيســــم زه يــــو يــــم او دوى دوه دي
په زړه مي ژړوې ګــرانــــي پـــه خـــولــــه مـــــي ژړوې
د زلفو په ځـنــګل كـي يـې بـيــا يـو مـيـن ويــــده دى
پـــر څـــه مـــــي ژړوې ولـــــــــي ويــــده مــــــــــي ژړوې
د نيمو شپو په غېږ كي يې د سترګو ډېوې مړې دي
سمدم به ګنهــكاره ســـې چـــــــي ښـــــه مـــــــــي ژړوې
يوه ورځ چي مي ړنګه بنګه ونيـولې غـــــېـــــــږ كــــي
اوس اخــلـــې قصــــــادونه پـــــر هــغــــــه مــــــي ژړوې
نـقـيـبــه تـــه نـــاځــوانـــه يــې مــا كــلــــه څـــه ويــلـــــي
خو تــــــه هــــر كـلــه نــه كــــوې پــــه نــــــه مــــــي ژړوې
غزل
قلم د زلفو يې د هر چا زنده ګي ورانوي
دلته مستي ورانوي دلته خاموشي ورانوي
د تېرو شپو كيسې كېداى سي چي نن بيا تكرار سي
ځكه د كلي مشر ژوند د خواركي ورانوي
كېداى سي بيا ديدن د سر په بيه وټاكل سي
دلته خواران ټوله وي دلته ليوني ورانوي
سترګي دي ګراني له دوې مستي همزولي پيغلي
ځكه ځوانان ورانوي ځكه يې زړګي ورانوي
خداى خو دې هركله د سترګو سيند بهانه لري
څوك چي زما زړه سوځي او څوك چي ( قريشي ) ورانوي