د نوزاد تنکی شهید ته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44506
احمدجان نوزادی
دخبریدو نیټه : 2011-05-31


دالا غوټی وه، غوړیدلی نه وه
چی یو نامرده، پی مرمی وویشته
دا تنکی هیله وه تنکی پاته شوه
دګل غوټی هسی غوټی مړاوی شوه
شاته یی پاته شوه غونډی غمونه
لویه غمیزه او پیټی غمونه

ژړل اسمان، د نوزاد غرونو ژړل
کلی کی ټولو ولسونو ژړل
ونو ژړله دیوالونو ژړل
تنکی شهید ته اسمانونه ژړل
ادی بابا خویندی په غم زنګیدل
ټول کلیوال په ستر ماتم زنګیدل

هغه تنکی تنکی ګلونه مړه شوه
هیلی شوی خاوری ارمانونه مړه شوه
تورشپه توره زمو پر کلی خوره
زما په ولس دا دقیامت توره شپه
زما پر کلی واویلا واویلا
دهر چا سترګو کی ژړاوه ژړا


مور به یی ویله دسبا زلمی دی
پلاریی خوبونه د ځوانی لیدله
ویل دابه زما د لاس عصا شی
نیکه یی سترګو کی سبا لوستله
خو تور توپک، می نیمه خوا می کړه ګلان
تورو باروتو پو پنا کړه ګلان

د ملایکو په خوږه غیږه کی
تنکی ماشوم په خواږه خوب ویده شو
جنت ور، پرانست وتنکی شهید ته
دا بی ګناه دغه کمکی شیهد ته
تورو لاسونو زموږ ژوند واخیسته
زما له ژوند ځنی یی خوند واخیسته

خاونده لاس دی غواړم لاس راکوه
یا بری راکړه، یا، دی، ژرورک کوه
زه عدالت او عدالت غواړمه
تنکی شیهد ته می جنت غواړمه
و خپلو ژوندیو ته عزت غواړمه
بس یو ساده غوندی حرمت غواړمه

د نوزادی غریب ژړا ختمه شوه
سترګو کی اوښکه لا پخوا ختمه شوه
هم یی ښیرا او هم یی دوعا ختمه شوه
په سر کی غم زړه کی سودا ختمه شوه
د چا په مرګ باندی به ژرو ژاړی
دا به ترکومه د کام غم و ګالی