هغه ورځ به ددوستی لاسونه ورکړو
چی نه ته یی نه به زه یم
دومره مکر او دومره ظلم څه د پاره
چی ته نه یی نو زه څه یم
مونږ که دوه یو د یوه یو که ترخه یو که خواږه یو
نه ته ښه یی نه زه ښه یم
یوی خاوری نه جوړ شوی یوه لاری ته روان یو
دا کاروان سره روان یی زه ددغی قافله یم
حکومت د خصومت دی بدبختی مو دایمی شوه
راشه لاس راکه وماته مونږه دواړه یوه زه یم
که ته ته یی نو زه زه یم
نه به ته یی نه به زه یم
راشه دواړه سره یو شو
هم به ته یی هم به زه یم