د هستــۍ تر ټولو ستره سرمــایه را څخــــه ولاړه
وی! ببو مي نيمه خوا او بنده خوله(۱)راڅخه ولاړه
د خپــل ژوند بېشمېره شپې يې روڼ کـړې وې وماته
نن مي ورځ هم تاريکه سـوه پلوشه راڅخــه ولاړه
پــه دعــاويې مدام وم تـــــر ساحـــــله رسېدلی
اوس به څـــه کــوم طوفانه مــــعجزه راڅخـــه ولاړه
د ژوندون لاره اوږده او سره ګرمي ده، زه به څه کړم
زمــا طوبــا عزرايل یوړلــــــه سایــــه راڅخـه ولاړه
زې د پور په اداينه کي ناکام او شر منــــــده سوم
هېښي سترګي دنيکيــــو جنـــازه را څخـــه ولاړه
قلـــندر(۲)به هېـره نکړي ببــــــو خپل ترورستي دمه
نن د خدای د نعمتـــــــــو غوره تحفه راڅخـه ولاړه
لندن
چهارشنبه ۱۸ مه د جوزا ۱۳۹۰ ش
--------------------------------------------
(۱)زما د خدای بخښلي مهرباني مور ، د ژوند آخري درې کاله او دوې میاشتي، نيمه خوا فلج او ژبه بنده وه.
(۲)زه مي مرحومي مور د نازه، «قلندر» بللم .