المه راشه راپخلا شه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44803
صداقت غورځنګ
دخبریدو نیټه : 2011-09-19


زخمي زړگي ته مي دوا شه
غوصه دي پريږده په خندا شه
گودر ته ځم راپسي راشه
زه به منګي په لپو رو رو ډکومه

ورته د عمر انتـظار کړى
زړه سم  په لومو کى ايسار کړى
پرى د غمونو جوړ بازار کړى
چى مرور شى ځان به خوار کړى
معشوقي کله مرور پخلا کوينه

زړه ته مى ننويستى خپله
تا چى ويل ما به منله
په ژبه گونک شوم په پښو شله
پاس به گودر ولاړه گله
نصيب د چايي اوبه زه درخيژومه

زه به تر گوره درته کينم
چرته بي کوره درته کينم
د زړه  له  زوره درته کينم
يو کال به نوره درته کينم
زيارت خو نه يم چى جنډى به دې ساتمه   

هغه له زړه نه راته ګران دى
د   ستمونو  يي  باران  دى
زما ترى سر او مال قربان دى
په ما يي زر منه احسان دى
چى جانان ټول کلى پريږدى ما له راځينه

هغه راکړى زړه دى واخله
خواږه مى را تراخه دى واخله
غمونه غره درانه دى واخله
راشه ائينه رانجه دى واخله
نه دى يارى کړم ندى نښي ګرځومه

زما دا ستا او ستا زما دى
پدى  خبره  ټول  گواه  دى
دا څومره بدى سترگى ستا دى
سترگى دا ستا سترگى زما دى
ما تاته کله د يارى ويلى دينه

غم  دى زما په اوږو بار دى
زړه مى د چا سره ايسار دى
د  مسافرو  وران  بازار  دى
سبا مو بيا د کډو بار دى
په سر به پنډى چلوم په زړه غمونه

زما ناښاد زړگى به ښاد کړې
زاړه يادونه را په ياد کړې
بيا به بهار جلال اباد شې
افغانستان به خداى اباد کړى
په گاونډيانو به ميچن وچلومه

هيڅوک زما په شانتى مشه
د     غمازانو  زور  اوبه   شه
زور دې د خپل زړگې اوبه شه
په ما دى  وکړه په  تا وشه
په کور دى راشه بى بارانه سيلابونه

زړه خو مى غواړى چى تا هير کړم
په     ناکراره  رنځ  دى  ګير  کړم
غمونه  ټول   لاهو  په  نير  کړم
 يو کال به بل وطن کى تير کړم
چى ستا د حسن دوران تير شى رابه شمه