نـــــــــوی عصر شروع شوی د بریا خبري کيږي
پـــــرمختګ دی هري خواته دشــــفا خبري کيږي
تمدن طغیان اخستی هــره ورځ رنګ بد لوي خپل
ټول سیسټم کمپیو ټري ســـــو د رڼا خبري کـيږي
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
بلـډ نګونه ابا د ېـــــږي سر یې خیــږي تر اسمانه
وسا یل بیخي مدرن پکار لـــــویــږي تر تـــــوانه
هم ښایسته وي بې نظيره هم لـــذ ت دروح لــپاره
خدمت ټوله بشري دی توان جاریږي تـــــــرانسانه
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
دنفرت چیغي دي پورته نـن دجنګ په مقابـــــل کي
د مرګي څخه بيزاره زړونـه تنګ په مـــقابـــل کي
دخنداخوږې خبري په هـــــر کـور کي مجــلسونه
دوحشت ترانې ورکي نوی تــــرنګ په مــقابل کي
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
افغاني ځوانان که پوه شي دکتاب لاره دي خپل کړي
ټوپک لري کړي له ځانه دحساب لاره دي خپل کـړي
علميت ته دي رجوع کړي چي اګاه په تـــــــمد ن شي
تولعنت دي پر جګړې شي د ثواب لاره دي خپل کړي
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
د مرګونو ټغـــــر ټــــــول سي دافـــغان د کلي کوره
نور دي بس شي سوي چغي غټ ارمان دهري لـوره
اوښکي پاکي کړی د ميند و وسيلې لږڅــه پر وکړی
جهالت دي رانه ورک شي ظالمان دي شي نسـکوره
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
نه دي دين نه دي دنیا شوه ای نادانه ځــــان مــرګيه
نسته هوري اوغلمان بيا ای ناځـــوانه ځـان مـرګیه
جهنم دي په نصیب دی ته قـــاتـــــل د شـهيـــدانــــو
خپل دي دواړي خطا کړي بې ایمانه ځان مــرګيه
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
کـــــه دي مــــوخـه شها د ت پــــر خـــپـل وطــن وي
یا ظــــــا لــــــم دي پرولس جاهــــــل دښـــــــمن وي
ټـــــول منــــمه چـــي د زورجـــــواب بــــــه زور وي
مرامـــــونـــــه د پـــــرد یــــــوتـــــل اغـــــــــزن وي
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
موري دوی ته دعا وکړه چي دجهـــل لاره پـــــریږد ي
ځان تنویر په علمیت کړي چي دبخـــل لاره پریــږد ي
جها د وي د خداي لپاره نه د بل چا پــه چــــــوپــړ کـي
دانصاف تله دي خپل کړي چي د دغـل لاره پـــریـږدي
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
دغــه ډ ېره بـــد بختي ده پرمکتب دي حمله کيــــږي
په بینا سترګووګــــــــوره پـــرمذهب دي حمله کيـــږي
د ولس سره جفاده که د دوی مکـــتب ویجـــــــاړشي
غلیم نه کښیني ارامه پرمنــصب دي حــــــمله کـــيږي
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
بې شرمي تر حــد ه تیره کمپیو ټر هـــــم په نښــان دی
بينوا د ستـــر ګو خــــارده حــــقیقت ورنه پنــــهان دی
څوک چي علم ته خدمت کړي یاپــه فکر دانصاف وي
د د ښمن حملې پرکیږي څومره زورد ده په تــوان دی
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
دافغان غښتلې ځوانه پــــــر ځـــــواني دي بــرکت شه
عـذ ر وکړه مور اوپلار ته د تيارې نه دي رحــلت شه
که دعلم په رڼا کي نوی ژونـــــــد ځانته سمبــا ل کړې
ښوونځی سره یاري کـــړه مخ پر لمر دي حــرکت شه
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
دجهان سره یو ځاي شه پرمختـګ ورځني زده کـــــړه
دتـاريک ژوند نه راووزه تمــــدن مخ کي پرده کـــــړه
هم به ستا خیر پکښې وي هم فايده ټــــوله ولس تــــــه
په هر کور کي ډېوه بـــــــله ورته جګه دي شـمله کړه
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
موري خداي ته دعا وکړه چي ځوانان په ژبه پوه شي
رخصت واخلي د ټوپک نه دسيواد په ګــــــټه پوه شي
په هرکور کي به مسکا وي غـــم به ليري ورنه ځغلي
امانزی به وي خوشحاله که ځلميان پـــه دغه پـوه شي
ناروي۱۹سپټمبر۲۰۱۱