غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44909
ډاکتر حسن
دخبریدو نیټه : 2011-09-25


 
سترګې دې بیا راته هندارې نه شوې
پیغلې جذبې پکې سینګارې نه شوې

په پخواني نظر دې ونه کتل
له زړه نه زړه ته جوړي لارې نه شوې

ستاسي هم ختم تهمتونه نه شول
زمونږ لمنې هم داغدارې نه شوې

یوا زې شعر اوطبابت خونه دی
نور ې هم پاتې رانه چارې نه شوې

زړه مې هرڅوکه کړو بې باکه مينې
پښتنې سترګې مې سر شارې نه شوې

لاړي واپس ستا په بې غوره کتو
اوښکې مې سترګوکې ایسارې نه شوې

ټولې خبرې مې په زړه پاتي شوې
شونډې مچکو نه اوزګارې نه شوې

نن يې بې باکه ورکتلي نه دي
چې د(حسن) جذبې خمارې نه شوې

پیښور