څو ته زما و مرګ ته خاندی او زه ستا و مرګ ته خاندم
هم به ته مری هم به زه مرم نن زما وار دی سبا ستا
کله ستا لاسونه نیسی ماته وایی چی وهه یی
کله زما لاسونه نیسی لښته درکړی په لاس ستا
ترڅو زه او ته یو نه ترڅو ځان زورور بولو
نه به ته یی نه به زه یم دامتل دی د بابا
دا مظلوم ملت چی ګوری خامخا د چا مخلوق دی
یو دبل نه بهتر نه دی که ملک دی که اغا
دا نړی پانی نړی ده انسان دلته خلیفه دی
خلافت کول پر ځمکه توبه غواړی خامخا
زورور یوازی یو دی، دی خالق د مخلوقاتو
دانور ټوله امانت دی دهغه څښتن تعالی
غرور مه کوه زاهده ته پخپل سجدو باندی
له دی هيڅوک خبر نه دی چی جنت به وی دچا
د بل مرګ ته خندامکړه، ګوره دا سړیتوب نه دی
بله روځ ستا جنازی ته، څوک به درنه شی اشنا
هغه ونه چی میوه کړی سر یی ټیټ په سجده وی
سر، وی لوړ دهغی ونی چی ثمر نلری دا
نوزادی وایی خادم شه چی وګړی دی رانجه کړی
ځای په کسی کی درجوړکړی او تا کړی دځان اغا