په خولو دسوز وشرم لمبیدله وروپه ورو
ترسهاره لکه شمه بلیدله وروپه ورو
چې يې لمر په کنګلو نو دتودې مینې راوخوت
یوه څړیکه مې په زړه کې بهیدله وروپه ورو
زمانظر په ايينه کې راپیدا نوي جوهر کړل
ستا دحسن حیراني که زیا تېدله وروپه ورو
زه فناستا په وجود کې لکه ستوری دسحر شوم
چې رڼا لکه دلمر دې خوریدله وروپه ورو
الوتلې مې په روح کې څه وږمې وږمې خبرې
چې غوټۍ خوله يې (حسنه) غوړیدله وروپه ورو