چي په ياد يي زما و زړه ته ارمان راسي
خدايه! کله به مي تللي جانان راسي
ته چي راسې بهارونه در سره وي
ته چي نه يي پر ګلونه خزان راسي
په مجلس کي د خوبانو تنها کښينم
تر چشمانو مي د اوښکو باران راسي
نه بې موړ سم په ديدن نه به مي هير سي
نه بې زما و دردمن زړه درمان راسي
که يار اخلي امتحان له عاشقانو
نو لمړۍ به سر په لاس کي عرفان راسي