راغی پسر لی ګو ره بلبل په چغهار راغی
مستی هواګانی شین طوطی په ګفتار راغی
ښا ښونه ټول دونی هر خواته شول رنګینی
بورا شو په خندا چه خوشبو ی مزیدار راغی
ګډیږی ملخان وهی ټوپونه په هر ځای کی
چیندخه په سازونو په ټوپونو تلوار راغی
وریږی په سرو شونډو یی شبنم نری نری
دی ښکلی چمن ته زما یار په سینګار راغی
کینه پدی با غ کی تما شه و کړه صا بره
غوټی په غوړیدو شوی زما زړه ته قرار راغی