دانسانیـــــــــــــــــــــت په نامه ډیر جنایتونه وینم
دیواوبل په وینو سره د دوی لاســــــــــــونه وینم
اوس پارلــــــــمان کی سره یودمتحد په نوم شول
خلقی ، پرچم ، مجاهد ټول اوس سره وروڼه وینم
شرم حیــــــــــــــــــا دشهیدانوله سرووینو نکړی
څومره بی شرمـــــــه بی حیا ددوی مغزونه وینم
هغه یتیم چه پلاریی ســـــرله پاک اسلامه ځارکړ
مخ یی سپیره شنډی یی وچی لوڅ ســـــرونه وینم
کنډی موټولی شوی سوالګری دپردو ملــــــکونو
شوی نا امیده ددوی زړوکی نفرتونه وینــــــــــم
سد آفرین ددوی وجدان ته چه یوځای شـول واړه
په وران وطن کی ددوی واړو یادګارونه ویـــــنم
زه اکــــــــــــــبری ددوی په بدوکارناموشرمیژم
دانـــــــــــــسانیت په نوم ددوی غلت کارونه وینم