غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45470
ډاکترحسن
دخبریدو نیټه : 2011-10-23

 

ما ته په تور مخ سپینه لار مه ښیه
زما پښتو ستا له تقوا زیاته ده

اوس مې خطا په ټیټو سترګو نشې
وار به دې راشي وارخطا به دې کړم

که يې زړه غر دډبرې دی حسنه
ازانګه خو به پکې وي ستا دچیغو

ما په ځان دځان زیاتی دومره ژړلی
چې مې ستا ظلم ته اوښکې پاتې نه شوې

دحباب غوندې به وچوي حسنه
دلويي هوس دې وباسه له زړه نه

هسې شیخ په تاردږیري خوله ګنډلې
کنه هر سړی کیسه لري دمينې

هسې دروند بار يې دجنګ راپه اوږودی
لکه څوک چې جنازه دزلمي زوی وړي