ماچي سپين بشر لکه ګلاب په وینورنګ کړ،خوښ دي سوم کــــــه يا
نن چي مي غليم ته ورښکاره دتوري شرنګ کړ، خوښ دي سوم که يا
(۱)پوسه چي سړي وم ماکارونه دسړو کول
ماواړه خويونه اواعمــــــ ـال دفـرښــــــتوکول
اوس چي دتقديرپه تېغ دبل جهان ملنګ سوم ، خوښ دي سوم که يا
(۲)ستاپه دووغوږ وکښي چي پیداسوې اذان ماوکړ
تــــــــاته په تنـــــــکۍ ژبه تعليم دقـــــــــــــــــــــــرآن ماوکړ
بيامي اوس درخلاص له دښمنانو ناموننګ کړ،خوښ دي سوم که يا
(۳) ستا په مسجدو کښي اوسېدمه مسافر به وم
ستاله نــــــــــمکو به منکر نه ومه شــــــــــاکر به وم
څنګه مي خپل ځان په ډېره مينه ستا پتنګ کړ ، خوښ دي سوم که يا
(۴) بيابه په قيامت کښي هم پرتا باندي کړېږمه
هلته به هم ستا په پرېښاني پرېښــــــــــانه کېږمه
ماچي ځای هوار دشهادت پرسره پلنګ کړ،خوښ دي ســـــــــوم که يا
(۵) نه وم په درواغو ابوالفضل په رښتيا ومه
زه معين الدين وم دبې وَزْلوتکــــــــــــيه ګا ومه
ماچي په هـــــــــــمت رېزه رېزه روس اوفرنګ کړ، خوښ دي سوم که ياـ