دوه سترګي راواړوه اشنا ګوره
خوا نه دي روان يم په سفر ځمه
زمانه چي زړګي مي پي پاتي دي
ځکه خو دي کلي ته اکثر ځمه
سا دشرابي حسن اثر دي دا
دا چي زه په لاره تل اوتر ځمه
پام کو خفه نشي چي څوک پوه نشي
ځکه ستا له څنګ وختي سحر ځمه
ما هارون ته زما کابله ياد يي تل
ستا خواته درځم له پيښور ځمه