مور

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45735
اجمل اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2011-11-10

 

لکه  مور هره  شېبه  زما ياديږي
خپله  خاوره پښتنه  زما ياديږي
بسم  الله غوندې مې تل په زړه کې ګرځي
د ايمان په شان  هغه زما ياديږي
تاج محل  يې نذرماتی شه لوګی
د خيبر ښکلې  دره  زما  ياديږي
چې  حيا د بې حيا  ورنه  کېدله
د پښتون  نېغه  شمله  زما ياديږي
چې خاپوړې يې  زموږ کلي کې کړي
په  ولا  چې هزاره  زما  ياديږي
چې  اټک  يې  زېږولی خپله غيږ کې
د يونان  په  شان  کامه  زما ياديږي

/  پاريس  فرانسه