دانصـــــاف دښـــاره مه وزۍ دبانــــــدی
څومـــــونه وې نړیدلـــــــی دزړه مراندی
داددو ورځـــــو نیــــــا تیــــزه تــــیریږی
دسبا لاری روښـــــــــانه کړی له وړاندی
داخـــــــلاص په آینه کی هرڅه ښــکاری
که جنډی داخوت اوســــــــــــــی رپانــدی
دهرچا دحقــــــوق برخـــــــــــــه ازلی ده
که ئی مشـــــر چیری نکړی ترپښولاندی
سرابی شــــــــــیلی وصلت نشی زغملای
حـــــــــــیاتی ویالی رانې کړی څپــــاندی
لا به څـــــودبشـــــریــــت ســـره جفا وی
هرطــــرف ته بیــــګنـــاه وینی بهــــاندی
ترحم لکه چی ورک دی په دی سرای کی
ګرځــــی ډیری ســــیاســــری لالــــهاندی
سل سلامه کړی ژوندی وتوری شــپـی ته
که ئی واړه فیصــــلی کړلـــی ځـــلانــدی