خد ا يه توبه ! ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46415
ن ـ ولی عبدالله ـ
دخبریدو نیټه : 2011-12-19

 

مور مې له امریکې راته زنګ وواهه او راته ویې ویل چې بچیه حال مې ښه نه دی ... خدای خبر که داځل روغه شم ... که کیدای شي یوځل راشه چی و دې وینم ... زړه مې غواړي چې ... ښکل دې کړم ـ او درته ووایم چې ، د خدای پامان ...
په ز ړه کې مې سل خبرې را وګرځیدی ، هغې ته وویل چې سمه ده ، زه همدا اوس ځم او ټکټ اخلم .
شیبې ،ګړۍ او ورځې په زغاسته شوې ، هرڅه د باد پر وزرترسره شول او زه هم دسترګو په رپ کې د نیویارک په هوایي ډګر کې له الوتکې ورټیټ شوم .
زړه مې دربیده ، تلولی وم ، هیڅ پر ځان نه پوهیدم چې څه کوم او څه وایم ... څه مې خوړلې اوڅکلې هم دي او که نه ؟
د نورو مساپرو په لیکه كې ولاړ وم شاوخوامې اكثر سپین خلك ، شنې سترګې ، طلایې ویښتان او جګ جګ نارینه او ښځینه پر نوبت ولاړ وو ، مساپر یو پر بل پسې تیریدل تر څو زما وار راورسیده .

سرحدي پولیسه یوه میرمن وه ، ور نږدی شوم خپل پاسپورت می ورکړ ،

په سترګو کې راته ځیره شوه او بیایې پاسپورت ته وکتل ، د څو شیبو لپاره غلې شوه ، خو زریې بیا سترګې راپورته کړې ـ له لنډو کتو وروسته یی رانه وپوښتل :
- د کوم ځای یې ؟
ـ بریتانوی یم .
ـ نه ، اصلآ د کوم ځای یې ، دلته یې لیکلې چې لوګر ... لوګر په کوم ځای کې دی ؟
ـ په افغانستان کی .

له دی خبری سره سمه د میرمنې څیره یو څه غونځۍ غوندې شوه ، له خپل ځایه پاڅیده ، له غرفې را ووته ، او ماته یې ویل چې راپسې راشه !

هغه مخکې شوه او زه ورپسې ... تر یوڅو دهلیزونو وروسته یې یوې کوچنۍ خونې ته ننه ایستم ، خپله ووتله او دروازه یې را پسې پورې کړه ـ په خونه کی یوه اوږده څوکی وه او بس ... تر لس پنځلس دقیقو وروسته د کوټې کړکۍ را خلاصه شوه یو بل تن چی هسکه ونه یې درلوده او خوشاله بریښیده زما پاسپورت ورسره و راښکاره شو ، غږیې را باندې وکر :
- عبدالله ته یې ؟
ـ هو
ـ له کومه ځایه راغلی یې ؟
ـ له لند نه .
ـ له لاسي بکسه پرته بل بکس هم لرې ؟
ـ نه .
ـ امریکې ته ولې راغلی یې
ـ د کورنۍ لیدو ته .
ـ دلته دې څوک دي ؟
‎ ـ مور، پلار، خور او خوریونه .
ـ په بکس کې دې څه دي ؟
ـ ویې ګوره .
په سترګو کې راته برګ شو خو ما ژر خپلې خبرې ته دوام ورکړ ،
- زما د خوب جامی .

له خپله ځایه پاڅید کړکۍ یې راپسې بنده کړه او خپله ولاړ ... له ځان سره مې فکر کاوه چی دا څه راپیښ شول ، اوس څه وکړم ، غم یی را باندی هیر کړ ، له ډیری ستړیا راباندی خوب راته د نا امیدی څپی می په زړه را ننوتی وی ، شیبی وار په وار راباندی اوږدیدی خوزما په خوله وروستۍ جمله همداوه چې خدایه توبه . . .
په همدغه سوچ کې خوب وړی وم چې د دروازې کړپ شو ، سمدلاسه ودریدم ، ومې لیدچی خپله هم هغه سړی و او دا ځل د کړکۍ پرځای د دروازې له خوا راغی بې سوال اوځوابه یې راته وویل چی راځه ... او زه هم یو څه شاته ترڅنګ ورپسی روان شوم څوچې د دهلیزه له کوږ او کیڼ وهلو وروسته په یوه لویه خونه ور ننوتو ، هلته دری تنه نور هم ناست وو، زما بدرګه مخامخ راته ودرید او راته وی ویل چی :
- لاسونه دی پورته کړه ...
پوه شوم چې تلاشي کوي مې ، سر ترپایه یی ولټولم ، او هرڅه مې چې په جیب کی وو د میز پر سر کیښودل ، بیا یې راته وویل :
- د تلاشۍ له ماشینه تیر شه ،
د دروازې په شان چوکاټ و ترې تیریدم چې ماشین چغ وکړ
ـ کوم شی درسره شته ؟
ـ (خپل جیبونه مې بیا هم ولټول ) نه
بیایې د تلاشۍ له ماشینه تیر کړم خو ماشین بیا چغ وکړ.
ـ ګوره حتما کوم څه در سره شته ووایه څه دی ؟
بیا می خپل ځان پخپله وو لټاوه هیڅ می پیدا نکړل چې بیایې غږ راباندې وکړ:

ـ ټولې جامې دې ووباسه !
هرڅه مې و ایستل یواځې نیکر مې پریښود او بس ... دا ځل زما هم اعصاب اوښتی ووخو بیایی له ماشینه تیر کړم ، او ماشین بیا هم چغ وکړ.
په داسیې حال کې چې ټولو د شک په سترګو راته کتل ، یو تن چی هر څه یې له ځان سره لیکل زما څارونکو پولیس ته وویل چې د اکسری لپاره مې ولیږي .
جامې مې بیرته واغوستې او دا ځل په داسې حال کې چې دوه تنه را سره بدرګه ول داکسرې خونې ته بوتلم ، ښایی هغوی به داسې ګمان کاوه چې ما د مخدره موادو تابلیت ژوندي تیر کړي دي ، تر اکسری وروسته به چې هرځلې تشناب ته تلم هغه یې هم کتل .
دریمه ورځ راباندی نوې شوې وه چې سها ر په لسو بجو یو بل څوک چې پخوا مې کله هم نه و لیدلی خونی ته راننوت اوراته ویې ویل چې راځه ، بیا یی له کږو وږو دهلیزونو وروسته هم هغې دویمې خونې ته بوتلم چې د تلاشۍ ماشین ( د دروازې په شان چوکاټ ) پکی ولاړ و ، دا ځل یو بل تن هلته ناست و چې هرڅه یې لیکل او زه یې بیاهم له ماشین څخه تیر کړم ،خوماشین بیا هم چِغ وکړ ...

د سرحدي پولیسو عقل نور راته عاجز و ، او ماته هم نور نهیڅ نه وو راپاتې ، تر ژوند پرمرګ خوښ وم ، خو وروستۍ هیله مې دا وه چې خوشی مې کړي ترڅویوځل خپله مور وګورم ، په همدې سوچ کې وم چې ناڅاپه مې تر خوله راووتل :
ـ اجازه راکوئ چی زه مرسته درسره وکړم ؟
پولیس په حیرانتیاسره راته وویل :
ـ هو ؟
ـ کیدای شي ماشین به خراب شوی وي او یا دا چې ستاسو ماشین به زما فکر لولي .
ـ ستا په فکر کې څه دي ؟
ـ له کلی کوره ، یم تښتیدلی،خپل سرمنزل ته ، نارسیدلی ، خپله ژوندی یم ، روح می ټپی ده ، وعدی مو راکړی ، هیڅ مو رانکړل، مینی مو مړی کړی ، کرکی مو راکړی ...
ښایي ستاسو ماشین به زما فکر لولي او تاسو به په هغه نه پوهیږی ...
له خونې بریښنا لاړه ، تپه تیاره ، چوپه چوپتیا شوه ،شیبې لنډې شوې برښنا بیرته راغله
یوه فورمه یی راکړه او وی ویل : دا ډکه کړه !
ـ په فومه کې مې د خور د کور ادرس او دتیلفون شمیره ولیکله او ورمې کړه .

زه یې خوشی کړم ، لکه ماته خوړلې سر تیی ځان مې د خور د کور دروازې ته ورساوه ، زنګ می وواهه ، خور مې را ووته سترګې یې سرې وې ، په غیږ کې می ونیوه ، داسې مې احساس کړه چې له کوره مې په شا تمبوي ، غلی وه . ترې و مې پوښتل :
ـ مور چیرې ده ؟
ـ کابل ته مو...
ـ مړه شوه ؟
ـ هو !
ـ کله؟
ـ دوه ورځی دمخه . . .
پای

لندن ـ دسمبر ۲۰۱۱