ښځې د کـــــور کوي کـار + مافـــیا نور کـــوي کــار
یو ترهـــــګر لـري نــــــوم + بل یرغلـګر لري نـــــوم
بل فــسادګــر لري نـــــوم + معامـــله ګـــــر لري نوم
یو تحلـــیلګر لـري نــــوم + بل سـوداګــر لــري نــوم
چا شرکتونــه جـوړ کـــړل+ چا شـهرکـونه جـوړ کـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړل
نړۍ پـــــلانونه جوړ کړل + غلو جوالونه جوړ کـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړل
افغانان ټول تـــــپاه شـول + چارواکي هم رسواشـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــول
د افغــانـانــو کــــور کې + چا پاټکونه جوړ کـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړل
جنګ دﺉ پردو جوړکړی + هم یې پښتون ځـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــپلی
غریب په زړه داغــــــلی + خــــــــایْن هر ځای ښاغـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلی
د چا سرونـــــــه لاړل + د چا پلـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــرونه لاړل
دلته د غلو په واک کې + د چا جیبــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــونه لاړل
چا له هېواده افغانۍ و ایستې + چاد نیکه زړې شړۍ وایــــــــــــــــــــــــــــــــستې
سر ببر په کې څپلۍ وایستې+ چا ترې مـــــــــېزونه او څـــــــــــــــــــوکۍ وایستې
د چا شملې او لوپټې ولــوېدې + د چا د ابۍ زړې پایڅې ولوېــــــــــــــــــــــدې
څوک په دامونوکې تړلي وینم+ د چا له خولو نه حـــــــــــــــــــــــماسې ولوېدې
څوک پر پښتو تجارتــــونه کوي + څوک په نشو کې خپل عیـــــــــــــشونه کوي
څوک چرچري غوندې سندرې وایي+ څوک په پاریس کې تعلیــــــــــمونه کوي
څوک دڅوکۍ او مۍ کدو په غم کې+ څوک د قصرونو او بنګلـــو په غـــم کې
څږک د راتلونکي اقتدار په غــــم کې + څوک د چاپو او د داړو په غـــــــــــم کې
چا دغریب مالونه شته خـــــــــــوړلي+ چا د یتیم ،کونډې کالي څـــــــــــــــــیرلي
چا د ملت چوپړ ته ځان ســـــــپارلی + چا د خپل ځان له پاره خپل ځـــــــــــــــپلي
څوک د برخلیک شېبې په ګوتو شماري + څوک دخپل واک لارې په سترګوڅاري
چا د تقدیر لاس ته خپل ځان سپارلی + څوک د قاچاق قافـــــــــــلې غبرګې څاري
څوک یې له وېرې اېتلاف جوړوي + څوک یې په بیړه کې خپل ځـــواک جوړوي
څوک امریکې ته په پلمو روان دي + څوک یې دامونه د نیــــــــــــــواک جوړوي
پر چایې ژوند په مغارو کې تېر کړ + د چـایې واک په اندېښـــــــــــــنو کې تېر کړ
څوک د ناټو په مجلسو کې ناست وي + څوک د تور تم په زولـــنو کې ناست وي
د چا پردۍ مخابـــــــرې په لاس کې + څـــوک د ذلـت په دروازو کې ناست وي
څوک ددوښمن په کمینو کې پــراته + څوک د پردیو په لمــــــــــــــبو کې پراته
څوک بیاځانونه په خطر کې ویـــني + څوک د ماتم په زولنو کې پــــــــــــــراته
چاته دژوند شېبې محشر جوړ شوی + چاته پردی غم خپل اخــــــــتر جوړ شـوی
چاپه دوبۍکې بېلدېنګونه جوړکړل + چاته پردی واک لوی خنــــــجر جوړ شوی
افغانستان کې زه غمونه ویـــــــنم + هم یې د وینو سېلابـــــــــــــــــــونه ویـنم
دنیا راغلې د مقصـــــــــد له پاره + د مسخرو په کې جشــــــــــــــــــنونه وینم
د افغان خاوره به اتـــوم سوځوي + په دې دوزخ کې به پښتون سوځــــــــــوي
زما له وطن یو ریشیما جوړېږي + په دې هېواد کې به ژوندون سوځـــــــــوي
د تاجیکانو کور به هم ورانـېږي + د ازبکانو کور به هم نــــــــــــــــــــــړېږي
پر اسلامي نړۍ تــوپان راغلی + د ترکمنانو کــور بــه هم نــــــــــــــــړېږي
افغانستان ته جهانیان راغــــلي + هم به ایران هم پاکستان ورانـــــــــــــــېږي
دانـــیاله ! چاچې تــړونـونـــــه کړي
هغوی وطن ته خــیانـــــــتونه کړي
نن په ډالرو پلورل شوي دي ټـــول
هغوی چې تېروخت جهادونه کړي