نصيب

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46465
اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2011-12-22


هغه  شپه    دې   تر قيامته   سبا   نه   شي
چې  خيالونو  ته  اشنا  په کې  را  نه  شي
چې  ډک باغ  وي له ګلونو او  يار  نه  وي
د  دوذخ   په  شان  جنت  دې  زما  نه  شي
دا جهان  که ټول  زما شي   زه  بې  څه کړم
چې  اشنا  مې  نا  اشنا  وي    اشنا  نه   شي
راسره    دی    تل    يوازې      شکر   نه     يم
غم  دې  کم  را نه  هيڅکله   دستا  نه  شي
چې ګوګل  يې  د خپل  زړه  په اور لمبه شو
د اټک  غوندې  نصيب  دې  د  چا  نه  شي