د چنار په شان دی لوړه ونه په نجنوکې ښکاریږی
توری زلفی دی ول ول په سپین مخ باندی خوریږی
کتلی درته نشم د ښکلانه دی شرمیږمه دلبره
سپین اننګي دی لکه لمر غوندی ځلیږی
دنګه نری پوزه دی دښکلی مخ محراب دی
تور کاکول دی سپین جبین باندی زړیږی
غټی توری سترګی دی نظرمه شه جانانه
چنګ اوږده باڼوان دی زما په زړه خښیږی
د ښکلا تصویر دی ګران دی چې یی رسم کړم
سری شونډی سپین غاښونه دی په خوله کې بړکیږی
دنګه غاړه نری ملا دی هسی ښکلی بریښی
ته په مخلوق کې د خالق دحسن نښه ګڼل کیږی
لیندی ۱۳۹۰