هغه له زړه نه راته ګران دى
د ستمونو يې باران دى
زما ترې سر او مال قربان دى
په ما يې زر منه احسان دى
چى جانان ټول کلى پرېږدي ما له راځينه
++++++
هغه راکړى زړه دي واخله
خواږه مې را تراخه دي واخله
غمونه غره درانه دي واخله
راشه ائېنه رانجه دي واخله
نه دي يارې کړم ندي نښي ګرځومه
++++++
غم دي زما په اوږو بار دى
زړه مې د چا سره ايسار دى
د مسافرو وران بازار دى
سبا مو بيا د کډو بار دى
په سر به پنډي چلوم په زړه غمونه
+++++
زړه خو مې غواړي چې تا هير کړم
په ناکراره رنځ دي ګير کړم
غمونه ټول لاهو په نير کړم
يو کال به بل وطن کې تير کړم
چې ستا د حسن دوران تير شي رابه شمه
جارو کوم په بڼو لاره
سر له ماښامه تر سهاره
زړه مې نور چوي له انتظاره
د مسافر لالې لپاره
زه په پال نيسم د مرغانو اوازونه
++++++
د جانان قد د سروې قد دى
په دې په ټول کلي بلد دى
ستا نو په څه ورسره ضد دى
زړه مې په زړه کې درنه بد دى
زما اشنا ته دي کنځلي کړي دينه
++++++
په کوڅه لاړ شي بيرته راشي
گوتي چى شماري په خندا شي
اخر به کلي کې رسوا شي
طالبه خدايږو که ملا شي
پر کتاب پروت يې يادوي شينکي خالونه
++++++
د ارمانونو دنيا غواړې
دډيره غمه شماري لاړې
غم يې بس تل زړه ته ولاړې
د مسافرو ميندې ژاړې
په مسافرو پسي کاندې ارمانونه