سرې دايرې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 4658
نعمان دوست - کابل
دخبریدو نیټه : 2005-12-07

نعمان دوست  

په مدرسه کې مې دوهمه اوونۍ   پوره کېدونکې  وه ، خولا مې  دزړه ملګرى نه و پيدا کړى ، دا ځکه چې يو ازېتوب مې خوښ و، غلى به چېرته نا ست وم، کله به مې کتاب کوت او کله به په خپلو سوچونو کې ورک وم .   ماته خپل  يوازېتوب  او زموږ استاد ( شيخ ) ته زما دغه عادت خوند ورکاوه .

دجمعې مبارکه شپه وه ، دماسخوتن له لمانځه ورو سته په  عربي دعاووکې چې په  ( اللهم ) پيل کېدې دعراق ، فلسطين ، کشمير ، چيچنا او افغانستان مجاهدينو برياليتوبونه وغوښتل شول .

 ددعا له پاى  ورو سته لسو – لسو طالبانو په خپله نا سته دايرې جوړې کړې 

شيخ زموږ دايرې پلو راغى ، زما په ګډون  ټول ورته پورته شو . دهغه لکه چې زه  ښکار وم ، سترګې را باندې ښخې کړې  وې . يو حديث او دانفال سورت څو مبارک آيتونه يې تلا وت کړل  او بيا يې په ترکيه کې صليبي جګړې او هغه مهال پر مسلمانانو شوي ظلمونه ، داسرائيلو په شوبلو د فلسطينيانو کورونه ورانول ، دعراق دابو غريب زندان دنه اورېدو کيسې او دګو  نتا نامو زندان نکلونه شروع کړل ، لهجه يې ورو- ورو جدي کېده  اوپرخوله   سر بېره يې لا سونه هم په حرکت را غلل .

 موږ ټول غلي وو ، يو نا څاپه شيخ ته دمخامخ نا ست ملګري په لوړ غږ له خولې دالله اکبر ناره پورته شوه  او بيا   داسې جذبو پسې وا خستو چې که امريکايي ته ورته بل څوک  موهم ليدلى وى نو سر موپرې الو ځاو ه  .

 شيخ خپل ښي لاس زما پر کيڼه او ږه کېښود او څو شيبې يې را ته داسې کتلې چې دهغه په سترګو کې زما مخ ښکارېده . شيبه وروسته يې  ګوتو ته فشار ورکړ او بيا دبارک الله په ويلو رانه روان شو .

 نن شپه زه يوا زې نه وم ټوله شپه کله په عراق ، کله په فلسطين او کله په افغانستان کې د امريکايي ځو اکونو مقابلې ته و لاړ وم خو دمقابلې توان مې نه لره . کله به مې وې را ځه پر يوه ټوپ کړه خو چې نتيجه به يې يوازې راته خپل مرګ ښکاره شوه ، بيرته به غلى شو م .

 په همدې چورتونو کې وم چې دالله اکبر دسپيڅلې کلمې انګازې د جومات له لوړو منارو نه لکه سپينې کوترې په هو ا شوې .

 نن مې ټوله ورځ  دشيخ په انتظار کې تېره شوه ، ما سخوتن شيخ چې له سپينو پيڅو يې ټنډې پنډۍ  ښکاريدې او دتسبو په اړولو يې شونډې خوځېدې زموږ خواته را غى . خو دا ځل يې له کېناستو وړاندې له لاسه ونيولم او خپلې خونې ته يې چې دطالبانو له  اتا قونو جلا جوړه شوې وه ، بوتلم . 

 دخونې په منځ کې شين جاى نماز او ار و، پر مخامخ ديوال دافغانستان نخچه چې په ډېرو برخو کې يې  سرې دايرې وې ځړېدلې وه ،  کټ ته پر مخامخ کوچني مېز  قرانکريم او څو عربي رسالې ايښودل شوې وې ، دچاى له پيالې سره يې درې خرما راته مخ ته کېښودې او بيايې دتېرې شپې کيسې راته داسې وکړې ماوې که هرڅه په خپلو سترګو وينم .

 شيخ ودرېد نخشې ته يې لا س ونيو او بيا يې ووې : ددرېيم خليفه په وخت کې دلته داسلام مبارک دين را غلى خو اوس ...  ژريې بيا خبره پيل کړه : داسرې دايرې  وينې دا د کفارو شتون ښيي او که تا غوندې ځوانان همداسې ارام  کيني نو ټوله نخچه به له سرو دايرو ډکه شي . 

 دشيخ اتا ق ته تګ زما دهرې شپې دکار يوه برخه وګرځېده . کتا ب لوستل رانه پاته شول او له نورو خلکو نه کرکه مې هم تر پخوا زياته شوه . 

نن شپه يې چې خونې  ته لا ړم له چاى څښلو روسته را ته ښه نږدې کېناست او بيايې ووي :  ما شاالله رښتياهم چې تا دا فاني دنيا ښه پېژندلې ده ، ډېره بې وفا او هيڅ مينه ورسره نه ده پکار ، اصلي   دخوند او رنګ دنيا بله ده ،  څو مره چې ژر کېداى شي ،  ورتګ پکار دى،  خو هلته خالي لا س ورتګ ګټه نه لري  قرباني غواړي او هغه هم داسې قرباني ،  چې ملا يکې يې  جنازه پر او ږو وا خلي .

 او بيايې  دهغې دنيا داسې صفتونه بيان کړل چې زه يې په تېر شوي عمر پښېمانه کړم .

   پس له دې ما هره شپه نا ليدلي جنتونه په خوب ليدل او هره ورځ يې دورتګ په لټه کې وم، ځکه ما مور او پلا ر په وړکوالي کې له لا سه ورکړي وو، مينه او نا ز مې نه پېژندل ډېر  رټل شوى او ځو رو ل شو ى  وم .

  دا جمعې  شپه شيخ له ما سخوتن لمانځه وروسته جذباتي تقرير وکړ او بيا يې دخبرو په منځ کې غږ کړ  : څوک دخداى په لا ره کې قربانۍ ته حاضر دى ؟ نورو ګوتې پورته کړې او زه ټول پورته  شو م . شيخ ته زما پورته کېدو خوند ورکړ   او خپلې خونې ته يې بوتلم .

 له اوږدو خبرو روسته يې وويل ايا ته تيار يې چې ، دڅو ورځو ستړي ژوند په بدله کې دايمي او له خو نده ډک ژوند واخلې ؟ زه له ځايه پورته شوم  ماوې کوم دې ؟

 هغه موسک شو او بيا يې دالمارۍ له شاه نه يو تور بيک را واخست ، ټول له لينونو ډک و ، له بيک نه يې تور واسکټ را وايست د وا سکټ دننه له يوې خوانه شين او له بلې  خوانه سور لين را وتې وو .

 دلينونو له سرونو لکه ټپي ګوتې پلسترونه راتاو  و ، شيخ خپل کميس وايست وا سکټ يې وا غو ست او بيايې پرې کميس وا غو ست ، له ګرېوانه يې  دواړه ليننونه راو ا ېستل :

 چې کله ټا کل شوي ځاى ته ورغلې ،  له لينونو به پلسترونه لرې کړې ، دو اړه به يوځاى کړې او بيا به  له يو ډز سره دا سې ځاى کې ناست وې چې په خوب به دې هم نه وي ليدلى . 

 ما چل ښه زده کړ ، خو ومې پوښتل : که لينونه کارونه کړي ؟ ويې خندل تا يوازې نه ليږو، بل نفر به درسره وي او بيا يې يوه وړه ا له چې خدازده دبشر دحقونو په  کوم مدا فع ملک کې به جوړه شوې وه ؟ را واېسته  او زياته يې کړه : هغه به دغه سره تڼۍکېکا ږي او کار به وشي .

  دا ځل يې راته دوه درې  وړې رسالې چې په ار دو ژبه ژباړل شوې وې ، راکړې ، په دې رسالو کې دهغو فلسطيني او عراقي  تنکيو ځوانانو عکسونه وو چې ځانمرګي بريدونه يې کړي وو .

 ددغو رسالو لوستلو او دعکسونو ليدلو زما جذبې نورې هم  را ولړزولې .

 يو ه شپه له لمانځه وړاند ې دشيخ خونې ته لاړم . له سلام نه مخکې  مې رسالې  پرميز ورته کېښودې  : زه له دې ځوانانو څه  کم يم ، ژر لا ر  را ښييه !

 هغه په دې خبره څو ځلې ما شاالله تکرار کړه  او بيا يې له يو بل ځوان سره مخامخ کړم .

 په سبا له اوږده مزله وروسته چې ټول  دغرونو منځ کې و، يوې نا شنا سيمې ته را ورسيدو ، له لرې  دغه سيمه خړه او له تيږو ډکه ښکارېده ، خو داسې  ځايونه پکې جوړ وو چې هيڅ ګومان پرې نه کېده ، له دې سيمې به هره تياره ماښام  له هماغه ځوان سره  را ښکته شوم ، شپه به مو  بازار کې تېره کړه او بيابه په ښارکې په موټرسا يکل ګر ځېدو .

نن  ورځ ډېر و نه ګرځېدو ، وختي هوټل ته راغلو ، له ډوډۍ ورسته  پرېکړه وشوه چې بايد په وخت ويده شم او سبا  په جوړېدونکې غونډه کې خپله  وظيفه سرته رسوم .

واسکټ مې وا غوست ا و له هماغه ځوان سره دغونډې ځاى ته لاړم ، ګڼه ګوڼه وه  يو – يو کل سرى چې تورې عينکوو يې سترګې پټې کړې وې ګوته په ماشه ولا ړ وو .

دخلکو منځ ته ننوتم ، يوه لړزه را باندې را غله  ورو مې  د پټوله  لاندې لينونو نه  په خاص مهارت پلسترونه لرې کړل،  کله مې سترګو ته ناليدلي جنتونه او کله مې  شاو خوا ځوانانو ، بوډاگانو او ماشو مانو ته کتلې ، حيران وم .

ښکلي ا و ښايسته جنتونه راته ددې تر خه ژوند په بدله کې ورو- ورو بدرنګه ښکارېدل  او ددومره خلکو دوژنې په  مقابل کې جنت ګټل راته يو ه  جواري  ښکاره شو.

 نه پو هېدم څه وکړم ، لينونه مې  بېرته پټ کړل او په را وتو شوم ، پر  لرې ولاړ ملګري مې سترګې ونښتې ،   را باندې پوه شو، لا دخلکو له منځ نه را وتلى نه وم چې  غړز شو،  له غړز سره  چيغې شوې او  زه هم له خپلې چيغې سره نيغ په خپل ځاى کښېناستم او چې څنګه مې سترګې پرانستې نو دهوټل ټول مساپر راته ولا ړ وو .

 

کابل –  قلعه زمانخان  د ١٣٨٤ کال  دزمري ١٦  مه