د غزل څانګه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46599
اجمل اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2011-12-30

 


پاتې  چې  ژوندی  لا بې  جانان  يمه

څومره  په  ايمان  زه  بې    ايمان  يمه

نه  پوهېږم  څه چل  مې  په  زړه  وشي

مخ  ته  چې  دې   وګورم   حيران  يمه

تا ته مې غونچې  غونچې  جوړ کړي دي

ته   د  غزل   څانګه   زه    ګلان     يمه

للمې د پښتو  مې   را  زرغون  کړلې

کله  پسرلی   کله    باران     يمه

تا ته  د اټک  پښتانه  څه  ښکاري

هر  يو  وايي  شکر  چې  افغان  يمه