غروب

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46621
عبدالحی مطمین
دخبریدو نیټه : 2012-01-02

د اباسین غاړې سپېرې شوې سر حدي پښتونه!
ستـــــــا دشنو ونو پاڼې کوم خانه خراب وخوړې ؟
دښاپېرو بنګړي (تورخم) کې په کوتکو مات شول
ډیـــــــــرې تنکۍ ځوانۍ جېلونو د پنجاب وخوړې
یاد یې لـــــــــــره! هېر به مې نشي تورلینګیه اشنا
زمـــــــــوږ د تن غوښې خو تا په ستر قصاب وخوړې
مصرۍ دې ګونګې، غږ دې ورک دی مطمئنه یاره!
ښــــــــکاري چې ته هم د حــــالاتو اضطراب وخوړې

ملاعبدالحی مطمین چي د طالبانوداسلامي تحریک  په وخت کي دکندهارداطلاعاتو کلتور ریس اودملا محمدعمر اخند ویاند  و یو د هغو منځلارو طالبانوڅخه دی چي نه یوازي پر وطن مین مبارز پاته سوي بلکي دیوریشتني انقلابي قلم په لرلو سره ئې په ډيرو سختو حالاتو کي په پوره  مړانه د خپلو ویرژړلو نغمو له لیاري خپله افغاني مینه توده ساتلي . داچي نوموړي د طالبانوله مهمو سیاسي مشرانو ګڼل کیده نود نوموړي  شاعري هم دده دژوند د هر پړاو ځانګړي انعکاس دځان سره لري چي دده پښتنه مینه له ورایه پکي لیدل کیږي. حقایق ئې په زغرده ویلي او  چاته ئې سرټیټئ ندل منلی . نوموړي د بېنوا پاڼي سره ځانګړي قلمي همکاري لري چي مخکي ئې هم ځیني شعرنه بېنوا پاڼي خپاره کړي دي . دده په مخکنیو شعرونو کي ځیني داسي بیتونه پیلی سوي دي چي د ډيرو خلکو ناجوابه سیاسي پوښتني جوابولی سي . نوموړي اوس اوس یوڅو تازه غزلي تر بېنوا پاڼي راراسولي دي چي یوه ئې نن ستاسي مخ ته ایږدو .

 

 غروب
  زېړمازيګردى سيلۍ تونده اوبيا ودريږي
دچنارپاڼوته تړک ورکړي رو رو وبوڼيږي
                                                                 
دګڼو ونو دڅولښتو مينځ کې زيړه وړانګه
دځنګله غولي کې دشمې په څير وځليږي
                                                                     
تونده سيلۍ لښتي پر يو بل راسپرې غوندي کړي
خوځنده وړانګې ځي راځي پريوځاى نه دريږي
 
ددنګ چنارپه ورستۍ څانګه خوري ټالونه بلبل
ستړى ستومانه اوخوب وړى دى رو رو چغيږي
 
دپاڼوشور ورته اسانه موسيقي چوړوي
بلبل سندره وايي پاڼې په هرلور کږيږي
 
چنارپه ټول قامت سر ښکته اوبياپورته يوسي
څانګې پرمخ کړي راخورې اوپريوه پښه ګډيږي
 
شفق له سرو ګلونو ډګه لمن رو رو راځي
ګلابي وړانګې داسمان په کنارو خوريږي
 
هرسيلاني ددې  تابلو بس څوګړۍ وي دلته
دخوږ ژوندون خوږې شيبې وي ډيري ژر تيريږي
 
ددې کوتا محفل دپاى شيبه دلمر غروب وي
چې لمر رخصت شي ددې بزم ګډونوال ستنيږي
 
دمازيګر رنګين ترکيب کې لمردروح په څير دى
چې لمـر ترې لاړشي نورله يوبل سره نه اوسيږي
 
زموږ دخوږ ژوندون مثال دى دغه زيړ مازيګر
چې روح ر خصت شي نور له هرچا نه هرڅه پاتيږي