فدامحمد نومير

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46627
غزل
دخبریدو نیټه : 2012-01-01

 

عشق په فصل و په کتاب او په باب نه دئ
بې خودي کي چي غرق نسي غرقاب نه دئ
شکايت ، فرياد، ژړا حرام دي عشق کي
دعاشق ژړا، فرياد څه ثواب نه دئ
ظلم ، ستم ، جور وجفا په عشق کي خوند کا
دادعشق په مدرسه کي عذاب نه دئ
هجر او وصل ورور او خور دي عاشقي کي
ورور او خور تر مينځه چيري حجاب نه دئ
ناز ، ادا او کرشمې د مهرويانو
عاشقانو ته په عشق کي جواب نه دئ
چي داور په سرو لمبوځان ستي نه کړي
چورچورک په پتنګانو حساب نه دئ
څوک يې لمراو سپوږمۍ حسن لره وايي
دلبر زماشمس وقمر و افتاب نه دئ
داشنا د در په سپيو چي ځان بولي
دا په عشق کي ليونۍ دئ دواب نه دئ
چاچي سر د يار چارچوب باندي وي ايښۍ
مينه ، عشق کي رښتيا وائي کذاب نه دئ
دا بيخوده ليوني چي ورته ناڅي
دنومير دشعر اعجاز دئ رباب نه دئ
جولاۍ ، ٣٠ ، ٢٠١١
متحده ايالات ، کلفورنيا