لکه سيوری دې جانانه ماله ځانه سره يوسه
چېرته مه ځه بې له ما نه ماله ځانه سره يوسه
څو شېبې مې د سپوږمۍ سره د ستورو غوندې پرېږده
لږ را ښکته شه اسمانه ماله ځانه سره يوسه
ګوره داځل به ګرېوان بيا هسې تش را لمدوې نه
طوفاني شه ښه بارانه ما له ځانه سره يوسه
اباسينه لږ راونغاړه څپو کې دې اټک نن
خير دی خير دی تر بولانه ما له ځانه سره يوسه