زړګیه ولی دی نصیب ویده دی
تا خو په ما څه امتحان راوسته
تاخو په ډیروفیصلی کړی دي
زماپه هیلودی طوفان راوسته
داخومنم چی ښکلی ټول خوښوي
خونن هغه ښکلي دنیا کی نشته
زړګۍ می ځکه تری خفه خفه دی
رښتینی مینه نن په چاکی نشته
خوکله کیږی هغه دغه ځینی
زړګی خوغواړي یو جهان دمینی
هسی نصیب یی کله کله ویښ شي
چی پری ورپیښ شي کوم جانان دمینی
راشه چی نن پری قضاوت وکوو
دلته عادل غوندی قاضی ورک شوی
چاراته وویلی په غوږکی داسی
په صبرصبر صابري ورک شوی.