ملاعبدالحی مطمین چي د طالبانوداسلامي تحریک په وخت کي دکندهارداطلاعاتو کلتور ریس اودملا محمدعمر اخند ویاند و یو د هغو منځلارو طالبانوڅخه دی چي نه یوازي پر وطن مین مبارز پاته سوي بلکي دیوریشتني انقلابي قلم په لرلو سره ئې په ډيرو سختو حالاتو کي په پوره مړانه د خپلو ویرژړلو نغمو له لیاري خپله افغاني مینه توده ساتلي . داچي نوموړي د طالبانوله مهمو سیاسي مشرانو ګڼل کیده نود نوموړي شاعري هم دده دژوند د هر پړاو ځانګړي انعکاس دځان سره لري چي دده پښتنه مینه له ورایه پکي لیدل کیږي. حقایق ئې په زغرده ویلي او چاته ئې سرټیټئ ندل منلی . نوموړي د بېنوا پاڼي سره ځانګړي قلمي همکاري لري چي مخکي ئې هم ځیني شعرنه بېنوا پاڼي خپاره کړي دي . دده په مخکنیو شعرونو کي ځیني داسي بیتونه پیلی سوي دي چي د ډيرو خلکو ناجوابه سیاسي پوښتني جوابولی سي . نوموړي اوس اوس یوڅو تازه غزلي تر بېنوا پاڼي راراسولي دي چي یوه ئې نن ستاسي مخ ته ایږدو
غزل
چې دنغمو ژبه ګونګۍ شي اوډم خوب ځنګوي
امام جومات ته له ایمانه سره یوځای راشي
چې مطرب شپه په رباب رڼه کړي په غفلت ویده شي
د وږمـې وږم لـه اذانــه ســره یوځای راشي
دجومات ونه کې چڼچڼي قطارونه جوړ کړي
ماشوم سبق ته له قرآنه سره یوځای راشي
دازموینې دې تیارو کې څوک ایمان وساتي
څوک ایمان بایلي له زیانه سره یوځای راشي
خالق ته وصل شي، شهیدشي دمخلوق په وړاندي
دوصال زیری له هجرانه سره یوځای ر اشي
ګلاب شکومه خو اغزي رانه منګول زخمي کړي
وار درقیب هم له جانانه سره یوځای راشي
زه یې رقیب ګڼم ګریوان ته یې لاس واچومه
لاس ته یې زړه هم له ګریوانه سره یوځای راشي
ددوست دښمن توپیرهم کله کله ورک شي رانه
جنګ ته کافر له مسلمانه سره یوځای راشي
بیامو دننګ پرمیوند نوې معرکه جوړه شي
ملاله بیا له ایوب خانه سره یوځای راشي
دوطن پېغلې ستاخوښي اوغم پر یوه ورځ راځي
پرشونډو اوښکې له پېزوانه سره یوځاي راشي
سترګې په لاره مضطرب اوناقرار اشناته
بیا "مطمئن" له اطمنانه سره یوځای راشي