که غليم زما ريښې ريښې ګرېوان کړ
ما هم سور د دې پر وينوباندې ځان کړ
نه ځنځير شو نه کړۍ شوه روغه پاتې
را ازاده غلامۍ نه مې انسان کړ
په تش لاس مې ځان ښامار نه دی ګټلی
درست جهان مې دې مېړانې ته حيران کړ
هم مې ورور هم مې توربور د لاسه ونيو
لکه موټی مې راټول افغانستان کړ
اوس به باج د تاړاکو ورکئ اټکه
هر سرکشه مو تابع د خوار افغان کړ