غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46886
ډاکتر حسن
دخبریدو نیټه : 2012-01-12


زمونږسمندر ژوندباد و باران ته غوړولې غېږ
مونږلکه ساحل چې هرتوپان ته غوړولې غېږ

... پوچ ذهن کې زیږي دمذهب او دتوکم توپیر
مونږ دژوندپړاوکې بس انسان ته غوړولې غېږ

سپک مې ګوندې دردلکه تڼاکې شي پرسرواوښکو
تل مې چې اوښکن غوندې دوران ته غوړولې غېږ

پاتي یې دپلونوراته نخښې شي دوی وړاندې ځي
مونږه لکه لاره هر کاروان ته غوړولې غېږ

ژونددارزوګانوپه تکمیل شي بیابان غوندې
ماځکه تراوسه تش ارمان ته غوړولې غېږ

دامسلک دمینې هم (حسنه) درجې لري
څوک یې مینه غواړي چاجانان ته غوړولې غېږ