غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46895
ن : ولی عبدالله
دخبریدو نیټه : 2012-01-13


که پښتون یی که تاجک یی که کوم بل
ته اټک یی ته پنجده یی ته کـــــــــابل
ښکلی بوټی د بابر د باغ په زړه کــی
ته ریښه یی ته ساقه یی ته یی ګــــــل
دښتی غرونه تصویرونه د غوغایـــی
ته باښه یی ته غرڅه یی ته بلـــــــــبل
عظمتونه دی په شاړو کــی پراته دی
لکه بست لکه میوند لکه زابــــــــــــل
د کابـــــل بلاحصار د مټـــــــو زوره
ته ډبـــــــره ته پخڅه یی ته کاګـــــــل
د شفق د سپین سبا سپیــــــــــنه امامه
ته یی ناړی ته یی سوک ته یی څنګـل