اسمان په قهر دی وریځی ژاړی
راځی د پاسه په کابل واوری
سوړ باد لګیږی اسمان خښمیږی
څوک ورته خاندی څوک ورته ژاړی
زړه بوډی ده د سرک خواکی
د سړو ريږدی او خیرات غواړی
جګړی ځپلی یخنی وهلی
د سړو ټوخی لاړی شی لاړی
وجود یی ریږی پوزه روانه
خواره بوډی ده ډیره ستومانه
د کور او کلی راخوځیدلی
جګړی ځپلی لوږی رتلی
هر څه هرڅه یی جګړی اخیستی
د ژوند خواله یی جګړی اخیستی
ځمکه یی غولی اسمان بړستنه
زړه بوډی ده خوار غمجنه
د واوری منځ کی خواره ستمیږی
یخنی نیولی مخ ته خوځیږی
ترڅو پیدا کړی سبا ته لاره
څه اماده کړی د ژوند دپاره
اسمان په قهر دی وریځی ژاړی
راځی د پاسه په کابل واوری
سوړ باد لګیږی اسمان ښمیږی
څوک ورته خاندی څوک ورته ژاړی